د خدای بښلی مارشال محمد قسیم فهیم د وفات دوهم تلین ولمانځل شو!

  • Written by:

په هالند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د ۱۳۹۴ کال د کب په شلمه نېټه د خدای بښلي مارشال محمد قسیم فهیم د وفات دوهم تلین په ویاړ یوه شانداره غونډه جوړه کړه، چې د قرآن عظیم الشان د مبارک ختم تر څنګ د خدای بخښلي او د هېواد ټولو اتلو شهیدانو روح ته دعا وشوه،

دغه شانداره غونډه د “دیاماوند ” په تالار کې چې د هالند په” آمستفیل” ښار کې واقع دی تر سره شول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت اعضاوو تر څنګ، په هالند کې مېشتو افغانانو او ګڼو سیاسي، فرهنګي او ملي شخصیتونو ګډون کړی وو. لمانځ غونډه د الهي کلام دمبارکو آیاتونو په تلاوت او د خدای بښلي په ګډون د آزادی او خپلواکی د لارې اتلو شهیدانو پاک روح ته په دعا سره پیل شوه، چې ورپسي د هېواد ملي ارزښت ته د درناوې په ویاړ د هېواد ملي سرود واورول شو او ټول ګډونوال د احترام په ډول په خپلو ځایونو کې ودریدل. د لمانځغونډې د وینا برخه د دولت په استازیتوب په هالند کې د افغانستان ستر سفير جلالتمأب دوکتور عبیدالله عبید پرانسته او ګډونوالو ته یې د ښه را غلاست ویلو وروسته له دوی څخه مننه وکړه چې په مراسمو کې یې ګډون کړی او دغه شانداره غونډه یې په خپل را تګ سره لا نوره هم ښکلې کړه، هغه د خپلې وینا په دوام زیاته کړه

« له تاریخي او ملي ورڅو لمانځنه په حقیقت کې له ملي ارزښتونو دفاع او په سیاسي ډګر کې هېواد ته د سیاسي مشروعیت ورکول دي، هغه همداراز زیاته کړه چې خدای بخښلی مارشال محمد قسیم فهیم د ولسمشر د لومړي معاون په حیث په څوارلس کلنو تحولاتو کې مهم او مؤثر رول درلود، چې نوموړی د هېواد په ټولنیز او سیاسي ډګر کې د یوه قوي او برجسته بنسټیز شخصیت په نوم یادولی شو. خدای بښلی مارشال د هېواد اساسی قانون په جورښت، د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو او په هېواد کې د دیموکراسی د دوام په برخه کې ستر او مهم رول درلود ،چې هیڅکله هم د هیریدو وړندی. مارشال محمد قسیم فهیم د جهاد او مقامت په ډګر کې هم د سولي د ټینګاو او د ولسواکی په برخه کې یو مطرح شخصیت ؤ چې تل یې د افغانستان او خلکو د دښمنانو په سینوو، د مقامت ګاني ویشتلی او دښمن یې مختورن کړی.خدای بښلي د خپل ژوند په برخه کې د جهاد د مسؤلیتونو وروسته، له طالبانو سره د جکړي د عمومي قوماندان، د ملي امنیت د رئیس، د ملي دفاع وزیر او دوه دوري د جمهور رئیس د لومړي معاون په حیث خپل هېواد او خلکو ته د خدمت مصدر شو او هیڅکله یې هم د هېواد او خلکو د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د توطيو او ناوړه کړونو په مقابل کې د صبر او زغمل کاسه ډکه نه شوه. تل کمین، ډاډمن، ملي ګټو ته ژمن او په خپل نفس باندي باوري ؤ چې دا د هغه د غوره اخلاقو نمونه وه. خدای بښلی مارشال محمد قسیم فهیم په کال ۱۳۸۱ د کب په ۱۵ نېټه د خپلو هغه خدمتونو په بدل کې چې د خدای، هېواد او خلکو لپاره یې کړي وو د هېواد په نظامي برخه تر ټولو لوړه رتبه یعني مارشالي تر لاسه کړه.»

وروسته په هالند کې د افغانستان د کډونوالو په استازیتوب ښاغلي عبدالقدیر علم د خدای بښلي مارشال محمد قسیم فهیم د ارزښتمند ژوند په اړوند په سیاسي او ټولنیزو برخو کې رڼا واچوله. مراسم د خدای بښلي او ټولو شهیدانو، پاک روح ته په دعا سره او د ملي یوالي، د افغانانو تر منځ د ورورولی، په هېواد کې د سراسري او تل پاتې سولې په هیله درلودلو سره پای ته ورسیدل او د غونډې ګډونوال د شپې ډوډۍ لپاره چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت له لوري برابره شوي وه را وبلل شو.

IMG_0308 IMG_0351