11

اطلاعیه

بدینوسیله به اطلاع میرساند که:
- روز های سه شنبه و چهار شنبه تاریخ 21 و 22 مارچ 2017 میلادی برابر با 1و 2 حمل سال 1396 خورشیدی بمناسبت روز اول سال و روز دهقان این سفارت تعطیل میباشد
-

Announcement

On the occasions of first day of Solar Hijri year and farmers day the Embassy will be closed on Tuesday 21st and Wednesday 22nd March 2017.

د جلالتماب پوهاند دوکتور عبیدالله عبید د افغانستان لوی سفیر او فوق العاده استازی ګډون د پالیسی او استراتیژی د زده کړي او د ظرفیت د لوړوالی د اختتامیه غوڼډی رپورټ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازی  ښاغلی دوکتور عبید الله عبید د کلینګندل Clingendael په هغه اختتامیه جلسه کې ګډون وکړ چې د دولت د مختلفو ادارو اتو تنو مأمورینو د ” پالیسۍ او استراتیژی”  د زده کړي او د ظرفیت د لوړوالی په موخه د بریالی پای په موخه د مارچ په اولسمه په لاهه کې نیول شوي وه.

ښاغلی احسان طره باز په آمستردام او روتردام کې دافغانستان دویاړي قونسل استازي، ښاغلی Ron Ton د کلینګندل د انستیوت رئیس، آغلې Mera Woltnberg د هالند د شاهی دولت د بهرنیو چارو وزارت د  آسیا اقیانوسیه د څانګې د ریاست معاونه، آغلې Elin Van Nisterooij  د هالند د شاهی دولت د بهرنیو چاور د وزارت د پالېسۍ سلاکاره، ښاغلی Joost Van Slobbe  د هالند د ملی اداری د جنایي ځیړنو له خوا، د سفارت ښاغلیو/آغلیو دیپلوماتان او د کلیګندل د انستیوت د استادان هم د جلسی د ګډونوالو څخه وو.

جلالتمآب پوهاند دوکتور عبیدالله عبید د دوست هبواد شاهی هالند له دوامداره همکاری  او د اوویه ۷۰  تنو دیپلوماتانو او شپاړسوو ۱۶ تنو مأمورینو معیاری روزنه چې له ۲۰۰۳ شمسی کال را په دیخوا یې روزنه تر لاسه کړې ده د زړه له کومي وستایله او د هالند هېواد او افغانستان په دوامداره دوستی یی خوښې وښوده، ښاغلي عبید زیاته کړه، د هالند د ملګری هیواد د مؤثره همکاریو تر څنګ روزنیز پروګرامونه به د افغانستان په بیا رغونه کې خورا ارزښتمند رول ولوبوی او د هالند د بهرنیو چارو وزارت او د کلینګندل د انستیتوت له مشرتابه یی و غوښتل تر څو یاد پروګرامونه په راتلونکې کال کې هم د افغان دولت مأمورینو ته ونیسي او د افغان دولت مأمورینو د کاري ظرفیتونو په لوړوالی کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د افغانستان سفیر د روزنیز انستیتوت د ګډونوالو له کامیابیو او لاسته راوړنو خوښی څرګنده کړه او دوی ته د چارو په ښه والي کې د بریا غوښتونکی شو.

د کلینګندل د انستیتوت رئیس هم په خپله وینا کې د انستیتوت د روزنیز پروګرام چی د افغانانو لپاره به نیولکیږي په دوام ټينګار وکړ او د ګډونوالو څخه یی وغوښتل تر څو په لاسته راوړنو سره د خپلو ادارو کاری ظرفیتونه لوړ او په اداره کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسي، ښاغلی Ron Ton   په خپلو خبرو کې خوښی څرګنده کړه چی د افغانستان د مختلفو ادارو مأمورین یی د انستیتیوت د ګډونوالو څخه دي او په راتلوکې به هم د افغان ګډون والو روزنه دوام وکړي. Ron Ton  په خپلو خبرو کې د افغانانو استعداونه وستایل او زیاته ېی کړه چې که افغانانوته موقع په لاس ورشې د ڼړی تر ټولو ښه استعدادونه به څرګند کړي.

میرمن میرا د هالند د بهرنیو چارو وزارت د اسیا اقیانوسیه څانګې د ریاست معاونی د دې هیواد د بهرنیو او دفاع وزیرانو افغانستان ته د وروستي سفر په هکله خوښی څرګنده کړه او دا سفر یې د دوستو هېوادونو د متقابلو همکاریو برخه و بلله او زیاته یې کړه چې ډاډه ده دا هېوادونه به د منطقي په کچه دوست هېوادونه پاتی شي او د خپل هېواد په دوام داره همکاریو ېې ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی انصارالله فوشنجی د کلینګندل د انستیتوت د ګډونوالو په استازیتوب د هالند د هیواد او یاد انستیتوت له پروګرامونو او روزنی منندوینه وکړه او خوښی یې څرګنده کړه چې په یاده روزنیزه دوره کې یې ښه معیاری زده کړي تر لاسه کړي .

په پای کې د انستیتیوت د رئیس له خوا په ګډونوالو ډالی او ستاینلیکونه وویشل شول.

clingendael3 clingendael2
SONY DSC