د ملي یوالي د شهید عبدالعلي مزاري د شهادت یویشتم تلین ولمانځل شو

  • Written by:

د آزادی د لارې اتلو شهیدانو ته د احترام په مناسبت د ملي یوالي د شهید عبدالعلي مزاري یوویشتم تلین د یو لړ مراسمو په ترځ کې، د ۱۳۹۴ کال د کب (حوت) په ۲۲ نېټه، په هالند کې د افغانستان د هزاره ټولنې او اهل بیت د فرهنګي ټولنې له لوري ولمانځل شو، د درناوی دغه مراسم د بیفروایک – هالند ښار د “یاسمین” په تالار کې د ګڼو سیاسی او فرهنګي شخصیتونو په حضور کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د سفارت له اړخه په هالند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستر سفیر ښاغلي پوهاند دوکتور عبید الله عبید او ورسره پلاوي يې ګډون کړی وو، ښاغلي سفیر د خپلې وینا په ترځ کې دې لمانځ غوندې ګډونوالو ته د ملي یوالي د شهید د سرښیندنې یوویشتم تلین، تسلیت وویلو او د آزادی او خپلواکی په لاره کې د دغه سترې قربانۍ د قبلیدو تر څنګ یې د شهید مزاري د ژوند په با عزته پړاو رڼا واچوله. د هېواد د یوالي او سولې په برخه کې د شهید مزاری نه ستړي کیدونکې مبارزه یې د د ټولنیز عدالت نمونه وښوده او زیاته یې کړه، د شهید مزاري ټاکل شوي لاره چې تر ټولو لنډه او مستقیمه وه د ټولنیز عدالت د تحقق بنسټیز کیدل ؤ، په ټولنه کې د ټولنیز عدالت په موخه باید هر قوم او قشر خپل حقوق تر لاسه کړي، کرکه او بې اساسه توپیر نه ښایې چې موجود وي، فرصتونه او امکانات باید د قومونو تر منځ په مساوي ډول وویشل شي، په داسې حال کې چې په یوه هېواد کې یو قوم په بي دلیله غوره امتیاز متمایز شي نظام به متزلزل او د نابودی په حال کې وي. د غونډي د وینا والو ټولې خبرې د شهید د لوړ مقام او د افغانستان د شهیدانو د قربانیو او په خاص ډول سره د هېواد په نوي بهیر کې د ملي یوالي د شهید عبدالعلی مزاري د رول په اړوند وي او د ویناوو اساسي تمرکز د شهید مزاري د غوره شخصیت بیلا بیل اړخونه وو. مراسم د د شهیدانو پاک روح ته په دعا او په هېواد کې د سراسري سولې، ورورولی، پرمختګ او سوکالی په هیلو سره پای ته ورسیدل.