12

اطلاعیه

بدینوسیله به اطلاع میرساند که به روز های ماه مبارک رمضان اوقات کار سفارت از ساعت 9 صبح الی 1 بعد از ظهر از میباشد.

Announcement

During the holy month of Ramadan Embassy will be open from 09:00 to 13:00 from Monday to Thursday

په هالند کې د افغانستان سفارت د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه د یو لړ مراسمو په ترځ کې ولمانځله

په هالند کې دافغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ ۹۶ کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې و لمانځله. لمانځغونډه د کراون پلازا په هوټل کې د ۱۳۹۴کال دوږې په یو دیرشمه چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د سپتمبر له ۲۲ سره سمون لری جوړه شوي وه. په دغه شانداره مراسمو کې ۲۵۰ میلمنو ګډون درلود چې د سفیرانو په ګډون ٬پکښی  د نړیوالو سازمانونو رئیسانو، د رسنیو او مطبوعاتو استازو، د مختلیفو هېوادونو دیپلوماټانو او په هالند کې مېشتو افغانانو ګډون کړی وو.

دغه مراسم د الهی کلام په مبارکو آیاتونو سره پیل او ورپسي د ګران هیواد ملي سرود ته ګډونوال په درناوی سره په پښو و دریدل چې ورپسې جلالتمأب پوهاند دوکتور عبید الله عبید په هالند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر او په دغه هېواد کې د ولسمشر فوق العاده استازې دافغانستان د دولت په استازيتوب دغونډې د پرانستې ترڅنک د مجلس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل خپله وینا یې پیل کړه، هغه د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو له شجاعت او میړانې په یادونې سره د هېواد پخوانی تاریخ چې ګران هېواد یې د یوه مستقل او آزاد هېواد د ویاړ څښتن کړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د احمد شاه دراني په مټو تأسیس هېواد چې د نړۍ ۱۴ مستقل هېواد و پیژندل شو او په سم مسیر یې حرکت کړئ دی او خپل زرګونه کاله وړاندي  عزت به تل په خپل اصل کې و ساتي.هغه په ضمن کې د هېواد راتلونکی ډاډمن وښود او زیاته یې کړه چې ان شاءالله هيواد به مو د هوسایني او ډاډه فضا خپله کړي او د څو لسیزو نا آرامیو ته به د پای ټکی کیږدي.

افغانستان له ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه د خلکو په کلکه همکارۍ د پرمختګ او هوسایني اساسي بنسټ ایښی او په یوه هوسا سوکاله او پرمختللي هېواد بدلیدونکی دی. دغه لاسته راوړنه د دوستو هېوادونو له ملتیا پرته ناشونې ده او موږ په دغه برخه کې د دوستو هېوادونو خصوصاً د امریکا د متحدیو آیالاتو او هالند بې دریغه مرستې نه شو هیره ولی. هغه د دوام لپاره په تیرو ۱۴ کالونو کې د افغانستان څو لویو ملي  لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې افغانستان تر اوسه څو ټاکنې تر سره کړي دي; د هېواد ټول امنیتي مسؤلیتونه په خپله د افغانانو په غاړه دي، له ۱۱ میلیونو زیاد افغان زدکونوکی په ښونځیو کې په لیک لوست بوخت دي، ۲۰ میلیونه افغان وکړي ګرځنده او سیم لرونکې تلیفون ته لاس رسی لري، افغانستان د سترو بین المللي کنفرانسونو کوربه وو، د مطبوعاتو، ټولنیزو رسنیو او د بیان د آزادۍ په برخه کې افغانستان د سترو لاسته راوړونو شاهد دی.

پوهاند عبید د خپلو خبرو په دوام کې د هالند هيواد د هغه مرستو چې په تیرو څوارلسو کالونو کې یې دافغانستان سره کړي وو یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان خلک او دولت به د هالندیانو فداکاري او قربانی هیرې نکړي خصوصاً د ۲۶ عسکرو وژنه چې په افغاستان کې د پرمختګ، ولسواکۍ او د خلکو د هوسایني په موخه قرباني شول، دغه قرباني د افغان ولس لپاره هیڅکله د هیریدو نه ده او د هالند افغان د دوستۍ د باور فضا یې پیاوړي کړې ده، د هالند د هېواد رول د سولي، امنیت، پوهنې او بیا روغونې په برخه کې په خورا ټینګه توګه د قدر وړ او هیڅکله نه هیردونکی دی. هغه د خبرو په داوم کې د افغانستان د وروستیو خونړیو پیښو مسؤلین طالبان، د حقاني شبکه او طالبان و باله او زیاته یې کړه دغه ډلي دي چې د هېواد بیګناه خلک په مساجدو، د اخترونو په غونډو، د واده په مراسمو او د والیبال په میدانو کې په شهادت رسوي او خپل شوم اهداف پالي چې زمونږ د هېوادوالو په وژنه تمامیږي.

پوهاند عبید، د هېواد د راتلونکې په اړوند وویل، افغانستان د طبیعي زیرمو څخه یو غني هېواد دی چې له مخې یې د هېواد هوساینه او پرمختګ تضمین کولی شو. د خلکو د ژوندانه ښوالی، وټیزه پرمختیا او هر اړخیزه هوساینه د ملي یوالي د حکومت له لومړیتوب څخه ده او پرته له طبیعي سرچینو دغه هدف ته رسیدنه نا شوني ده. د بلواګرو له وروستیو حمله یو هدف هم د ملي او بین المللي  پانګونې خنډنتوب وو، ترورستان ددغه هدف له مخي غواړي چې د اقتصاد او پانګونې بهیر ټکنی کړي چې نه یوازي د افغانستان اقتصاد او امنیت ته ستر ګواښ دی بلکي منطقه او خصوصاً منځۍ اسیا ته ستر اقتصادي او امنیتي کواښ دی.

د افغانستان ستر سفیر د هالند او افغانستان د اړیکو په اړوند وویل په پوره ډاډ سره ویلی شم چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکی به د ملي یوالی د حکومت په حاکمیت کې تر پخواغښتلي او په تل پاتې دوستۍ باقي پاتې شي.

مراسم د مازدیګرنۍ په په خوړلو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت له لوري تیار وو پای ته ورسیدل.

د جشن دغه پرتمینه لمانځغونډه د ډیرو رسنیو له خوا په هالند کې په انځوریز او غږیز ډول سره خپور شوو

NTM_9049 NTM_9154 NTM_9184 NTM_9163